د کارل ګستاو ژونګ مطابق انسان د یو څیز د حقیقت ادراک په څلورو وسائلو سره کوي. هغه په دې کښې دوو ته عقلي او دوو ته غېرعقلي وسائل وائي. عقلي وسائلو کښې هغه سوچ او احساس او په غېرعقلي وسائلو کښې حس او وجدان شماري. خارجي ماحول سره اشنائي د حواسو په ذریعه کیږي او انساني حواسِ خمسه د جانکارۍ په عمل کښې بنیادي کردار ادا کوي. بیا ورپسې مرحله کښې د حواسو دا 

ادراک ترهغې نیمګړے وي چې د ابلاغ او ترسیل لپاره یې څه لاره را وباسلې شي. دا لاره د ټکو او د ټکو د معنو سره د پېژنګلوۍ په طور کیږي. بلکه دا به اووایو چې د ټکو نه اول د نشانونو په طور د دې آغاذ کیږي چې ټکي یې مترقي شکلونه ګڼلے شو. یا د دې ټکو په شا د نشانونو یو سائنس موجود دے چې د هغې د ټول خودکار او بالواسطه کار نظام مالَهُ او ماعَلَېهاوس د انساني معلوماتو کوټلې برخه ده. ټکي څنګه زېږون بیامومي، څنګه ورسره معنې خپل تړون راپېدا کوي. د دواړو د یو بل سره د نسبت او تعین نه، یا کوم یو پکښې مقدم او کوم یو موخر دے؟ د دې بحث نه پورته دلته خلاصتاََ دلته محض دومره وائم چې ارتقاء او یون یې په اشتراکاو افتراقباندې منحصر دے. هم د دې په آساس د ادراک نورې مرحلې ترسره رسیږي. د دې په شا چې کوم محرک موجود دے موصوف دې ته سوچوائي. مینِنګ مېکنګ ټولز() یعنې معنې جوړونکي عناصر زمان ومکان، عرف، روایت، جغرافیه وغېره وي.او دلته د لېنګوج لیمیټېشن() هغه نظر په خپل ځائ د یو بل بحث موضوع ده. په درېمه مرحله کښې هغه د احساسلامل رامنځ ته کوي چې متعین شوے او ټاکلے شوے لفظونه او معنې هم کله کله خپل وقعت ووبائلي. هغه د یو کیفیت یا حالت او ساخت لپاره هغه ترجماني نه شي کولے کومه چې سرِدست مطلوب وي. نو دا رنګ دا ټکي او معنې هم د ضرورت او جُهدِ بقا لپاره ارتقا جاري ساتي خو ورسره ورسره په اشیاو کښې د کراهت او خوشګوارۍ نسبتونه هم وابسته وي، نو د دې وجې نه د اشیاوو تعیینِ قدر هم یو ضرورت جوړ شي. ژونګ وائي چې د دې تعین قدر د عمل نوم احساسدے. بله آخري او څلورمه مرحله هغه دا بیانوي چې د حقیت بعضې زاویئے د انساني وسائلو په دې حس، احساس او سوچ کښې نه را انغښتې کیږي نو دې صورت کښې د حقیقت د ادراک حصول په بلاواسطه طور هم کیږي. د حقیقت او اشیاوو په منځ کښې د باهمی تعلق دې بلاواسطه ادراک ته هغه د وجداننوم ورکوي. حقیقت ته د رسد په لړ کښې هر انسان هم دا څلور وسائل پکاروي خو د مخصوص صورتحال په وجه پکښې یو عنصر ډېر غالب وي. ځکه هغه ترقی یافته هم وي او د نورو درې وسائلو متبوع هم وي. د اسماني مذاهبو منونکي په دې څلور وسائلو کښې د بدیهی تحدید او ابهام د شتون له وجې مطلق ذریعه لپاره د حقیقت د ادراک  وحيګڼي. بیا د وحي په واقعاتي صورت دا قسمه سوالونه پورته کیږي چې دا خو هم د لسانیاتو په دائره کښې ده. لسانیات بهرحال خپل تحدید لري. بیا د وحي اکثر برخه د مزید وسایطو په شتون تر صاحبِ وحي رارسي، او چې د افرادو سره یې ځان ځان له واسطه پرېوزي نو بې شمېره واسطې پکښې نورې واقعه شوي وي. ګویا د ترجمې د ترجمې د ترجمې ترجمه تر فرده پورې رسي نو دلته هم هغه تحدید واقعه کیږي د کوم په بنیاد چې د وحي د ضرورت ادراک اډاڼه وو. بیا د دې لپاره د علم الکلام ماهرین د کلام نفسي او کلامِ غېرِنفسي توضیحات وړاندې کوي

دا ټول بحث په یوه بله زاویه د دې نه هم په مختصره توګه د خارجي استشهاد او د داخلي عرفانِ ذات په دائره کښې هم کیږي. تفکراتي او تعقلاتي پېمانو سره سره د جذباتي، وجداني او اخلاقي جهان معیارات هم چې کله وتړلې شي نو بیا د حقیقت هراړخیز ادراک په ګوته کیدے شي

نفسیات د انساني ژوند د انفرادي او اجتماعي هلوځلو (فکري، جذباتي، سیاسي سماجي، فطري، جسماني) په شا موجود محرکات په ډاګه کوي. بیا کله کله دا دواړه زاویئے د انساني ذات په یو تجرد کښې هم د بحثِ موضوع جوړیږي او کله کله د اختصاص لپاره دغه ثنویت په فرد کښې هم بې شمېره څانګې وسپړي او په اجتماع کښې هم متنوع صورتونه اختیاروي. مفکرین د خپلو خپلو معیاراتو په بنیاد د ټولنو لپاره د امتیازي مفکورې تعیین کوي. عدم تشدُد د انساني اجتماعی سماج د تاریخ ترټولو پیاوړې نظر دے. د اجتماعي ژوند په باب له د انسان زیات تره فکري تګلارې په خپل پس منظر کښې ډېر واضحه لالچونه، غرضونه او مفادات لري. هم دغه وجه ده چې یو شاعر په دې رویه باندې ډېر رسا طنز په دې ټکو کښې کړے دے چې!

جاهل نه بک سکا، نه کهبی مفلسي بکی!

عالم بکا، شعور بکا، آګهی بکی!!

زه دلته په دې شواخون کښې غورزېدل نه غواړم چې دا تصور او مفکوره چا وړاندې کړے ده؟ او کله وړاندې شوے ده؟ اګر که باچاخان، ګاندهي جي او لېوټالسټائ نه علاوه نورو ډېرو خلقو یې د رګ رېښې او مونډ په حقله قابلِ قدر تفصیلات کړي دي.  بلکه زما دلچسپي په دې کښې ده چې دې نظر سره د چا وابستګي علماََ او عملاََ تر ټولو ډېره مضبوطه ده؟ او دوېم د دلچسپۍ عنصر مې دا دے چې د دې مفکورې په شا کوم نفسیات اړم دي چې انسان د ځان سره زیات نه زیات په ایقاني صورت کښې تړلے ساتي. اول الذکر عنصر باندې بلها تحقیقی کار شوے دے، او د دې سیمې دوه ستر مبارزین چې د دې نظر سره یې نومونه تړلي دي،هغه د ګاندهی جي او رئیس الاحرار باچاخان  دي. د باچا خان ویاړنېاو د شلمان صیب کتاب فضل محمود مخفیکښې دا خبره په دلیلونو ثابته کړے شوے ده چې د یاد نظر او مفکورې سره تړون د ګاندهي جي محض د یوې سیاسي حربې په طور وو. او د باچاخان لپاره دا یوه عقیده، کوټلې تګلاره، د سیاسي وژن مشال او د انساني احترام ترټولو ګرانه خو سپېځلې اثاثه وه. د دومره ژور نسبت په شا کومه پوهه او ادراک موجود وو؟ د دې سوال جواب دپاره ما بلها پاڼې ولوستې، بلها سوچ وفکر مې وکړو، د بابا د ډېرو پېروکارانو نه مې پښتنې هم وکړے خو قابلِ تشفي جواب راته نه ملاوېدو. د دې تړون په نفسیاتي عواملو به هم ډېر سوچ کوو. په دې لټون کښې ډېر وخت تېر شو چې یوه ورځ مې د ډاکټریحی وردک کتاب زمونږ د باچا خبرېلوستو نو په هغې کښې راته د فلسفه صبرمتعلق د بابا یو قول ملاو شو! ما چې څنګه دا قول ولوستو نو د خپل سوال جواب راته په څرګندېدو شو! وړاندې د دې نه چې د بابا د خلې خبره رانقل کړم غواړم چې په صبرڅو کرښے تورې کړم

سپېځلې قران صبرد قوت، استعانت او بریا د حصول وسیله ګرځوي. علامه القشېري رحمته الله علیه د صبر تعریف د فطم النفس عن المآلوفاتپه ټکو کوي. یعني صبر د نفس د عادي او مانوس نسبتونو نه جدائي اختیارولو ته وائي. په آسانو ټکو کښې داسې هم ویئلې شو چې د نفساني عاداتو نه د هجرت نامه صبر ده. صبر هغه کیفیت دے چې پکښې د سختو لړوټکو سره د مخامخ کېدو عملي تیاري کیږي. د مصیبت او تکلیف په دوران کښې د ګیلې مانې په ځائ د خاموشۍ سره د یو بامعني انتظار نوم دے. د ګیلې مانې او اظهار په حقله که دا هم مشهوره ده چې غم کمیږي، قطارسز وشي. خو دا هم په خپل ځائ یو نفسیاتي حقیقت دے چې د تکلیف او مصیبت په اظهار سره تکلیف ظاهر شي. بیا دغه ظهور نور خور شي، د خورېدو سره عام شي، او دا رنګ د هر فرد یوه مسله وګرځي. د انساني نفس اصل خوښه حبِ جاه او ریاء ده. د دې د جذباتو تکمیل دے. دا بنیادي ذوق په نورو مرحلو کښې د اقتدار تر حصوله پورې رسي. دا خو ښکاره جاره حقیقت دے چې د حبِ جاه او ریاء په شا د یو انسان په بل انسان د برترۍ نفسیات موجود وي. اوس دا مذکوره نفسیات په اعتدال کښې ساتل د یو عقلي ضرورت سره سره یو معاشرتي ضرورت هم دے. نو د صبر حکمت دا وي چې انسان د امتیازي کثافت په ځائ د مشترکه عظمت په ولقه کښې ساتي. د برترۍ د دغه وهم په غېرمناسب ظهور انسان د نورو بلها خرافاتو سره مخ کیږي. د مادي نفسیاتو په رڼا کښې صبرد ماتي نوم دے. د ماتي د منلو نوم دے خو حقیقت دا دے چې داسې نه ده، بلکه دا د کامیابۍ د حصول لپاره یو قسمه تیاري ده. د انساني نفس یو بل خاصیت دا دے چې دې د انجام په باره کښې بې خبره وسي، او دې بې خبرۍ کښې خوشاله هم وي. د صبر ترټولو غټو فائدو نه یوه دا هم ده چې بنده ته د نفس په دغه مذکوره جهالت واقفیت حاصل شي. علامه فخرالدین رازي رحمته الله علیه د صبر دوه صورتونه ذکر کوي. یو بدني صبر دے. چې په جسم او بدن د بوجهه او سختیانو په وخت اختیاریږي. بل صورت د صبر نفساني وي. د بطن و فرج د شهوتونو د غېرمناسب ظهور نه صبر دلته د عفتزېږون کوي. د استغنا پیدا کولو لپاره دا د ضبط النفسشکل واخلي. د جنګي صورتحال سره مخامخ کولو کښې هم دا نفساني صبر د شجاعتصورت خپلوي، د غضب او غصې په مقابل د حلمپېداوښت کوي. د پرده پوشۍ په صورت کښې دا صبر د کتمان النفسجذبات روزي، د عېش وعشرت نه د اړخ کولو زاویه کښې ذهدوجود اخلي، بقدرضرورت وسائلو باندې ګزاره کولو کښې خوشاله وسېدل یې قناعترالړزوي. هم دا رنګ که چرې د نفساني صبر واګې کهلاو پرېښودې شي، د تربیت په ځائ طبیعت بې مهاره وساتلے شي نو په هر هر مذکوره صورت کښې به یو یو شرزیږون کوي

د صبر په شا د صابر اغراض ومقاصد هم د صبر متنوع تشکیلات رامنځ ته کوي. حسنِ ظن، مایوسي، رجعت او ارتقاء، عینیت او سکوت یا دا رنګ نور بلها مظاهر هم دې نه وجود بیامومي. علامه القشېري په لطائف الاشارات جلد اول کښې د صبر د مراتبو تذکره داسې کړے ده چې د دې صفت څلور مراتب دي. اولنۍ مرتبه د تصبرده چې پکښې دا صبرکونکے ځان په مشقت کښې محسوسوي. دا ابتدائي حالت وي، او غېرعادي کیفیت پکښې ډېر برڅېره وي. دوېمه مرتبه د صبروي، دلته صبر کولو د صابر عادت جوړ شي. یعنی محسوسولو کښې هغه ته دا یو عام عادي کار لګیږي. دلته د مشقت په برعکس سهولت بریخيږي. درېمه مرتبه د مصابرهوي. په ژوند او د ژوند په ابهام، بې ثباتۍ او غېریقیني صورتحال باندې د قانعه وسیدلو حالت ته علامه مصابره وئیلې ده. څلورمه مرتبه هغه د اصطباررامنځ ته کړے ده. په دې کښې صبر کونکے د صبر د یو طویل او متنوع تجربې نه تېرشوے وي، نو اوس ورته د تکلیف د سهولت جوړیدو نه هم پورته درجه داسې حاصله شي چې هغه ته تکلیف اوس د یو راحت په شکل کښې پېخیږي. دې ته د رضا کیفیت هم وائي. دا هغه مرتبه وي چې د انسان په افکارو او احساساتو کښې منفي زاویه ختمه شي. هغه کائنات ته د حسن وجمال په آئینه کښې ګوري. تمامي واقعات او حوادث ته د مثبت او منفي په تناظر په ځائ د عدل و احسان په واقعیت کښې ګوري. ابن عجیبه رحمته الله علیه لیکلي دي چې  د صبر کونکیو لپاره الله سپېځلي قران کښې د اته کراماتو ذکر کړے دے

۱.محبت..والله یحب الصابرین.

۲.امداد و نصرت..ان الله مع الصابرین

۳.غرفات الجنته..(جنتي کمرې) یجزون الغرفته بما صبروا

۴.اجرِجزیل..(بې حسابه اجر) انما یوفی الصابرون اجرهم بغیرحساب

۵.بشارت..وبشرالصابرین

۶.سلامتي..اولائیک علیهم صلوات من ربهم

۷.رحمت..اولائیک علیهم صلوات من ربهم و رحمته

۸.هدایت..اولائیک هم المهتدون.

د دې ټولو حوالو نه په آسانه ثابتیږي چې صبرد بېلات نوم نه دے بلکه دا په حالاتو د فتح او بریا نامه ده. د عدمِ تشدُد د مفکورې په شدت سره خپلولو لپاره چې دا قسمه ادراک او پوهه نه وي نو زما خیال دے چې دا لاره غوره کول دومره آسان نه دي. د باچاخان د ژوند پاڼه پاڼه د دې تاریخیت ګواه ده چې د نفساني صبر په بدېل هغه تمامي اخلاقي معیارات او اقدار د کومو ذکر چې وړاندې کرښو کښې وشو د بابا په سیرت کښې بدرجه اتم موجود دي. اوس مناسبه ګڼم چې د بابا د خلې هغه قول رانقل کړم!

صبر

مین آپ کو ایک ایسا هتهیار دینا چاهتا هون که کوئی پولیس اور فوج آپ سے وه لے نه سکتا هو، یه هتهیار پیغمبرانه هے، یه صبرو استقلال او صراط مستقیم پر اولوالعزمی سے چلنے کا هتهیار هے، دنیا کی کوئی طاقت اس کا سامنا نهین کرسکتی، جب آپ اپنے اپنے علاقے پهنچ جاو تو انهین بتانا که یهان اک خدائي فوج هے. جس کا هتهیار صبر هے. اپنے رشته دارو، بهائیون اور ګاون والون سے اس خدائی فوج مین شمولیت کے لیے دعوت دینا، انهین کهنا اس رستے مین تمام رکاوټون کو صبروحلم سے جهیلو! اګر صبر اپنا لیا تو فتح پالوګے!

(ایکنات ایسوارن، حضرت باچاخان؛ ژوند او فلسفه، ص ۳۲۲)

 

سمیع الدین ارمان

دوه ویشتم دسمبر دوه زره اوولسم

هریانه بالاپېښور

Share This