وړاندې د دې نه چې د یو نظریاتي بحث د تاریخي یون په بېلابېلو پړاوونو خبره وکړو باید دلته ترټولو اول د تېرې میاشتې د نړۍ د یو ډېر لوې ظلم، بربریت او دهشتګردۍ د هغه پېښې غندنه وکړو چې د بي بي سي د رپورټ مطابق ورپکښې دوه سوه او درې پنځوس انسانانو خپل ژوند وبائلود. دا ناوړې واقعات د سري لنکا په خاوره هغه مهال ترسره شول چې د عدم تشدُد او د غېرمزاحم روئیے پېغمبر حضرت یسوع مسیح علیه السلام پلویانو د خپل پېغمبر د دوېم زېږون د اولني تاریخي مظهر یادګاره ورځ ایسټرنمانځله. د یویشتمې پېړۍ دې ګلوبل انډوخر کښې د نسلي، لساني او طبقاتي نظام دې ناروا تعصب د سري لنکا د تورپوستو وینه اوبه ونه ګرځوله؟ تاسو و نه لېدل چې د سپین پوستو وینه بل شان ده؟ د دې نه غټ دلیل نور څه کېدے شي چې نَن هم اکثروبېشتر انسانان د انسان په مظهر کښې د یو کموډټي (قابل خرید و فروخت څیز) حېثیت لري. د بېن الاقوامي ادارې وکسفامد شماریاتي تحقیقاتو مطابق دا مهال د ټولې نړۍ نېم په نېم دولت د نړۍ صرف دوه شپېته افرادو سره دے. د کلاسیکي معاشیاتو دا بنیادي مفروضه چې وسایل کم دي او ضروریات زیات دي د سرمایه دارانه نظام ترټولو لویه دروغژنه، پرفرېبه او د مخصوصې طبقې د مفادو د تحفظ لپاره مصنوعي جوړه کړې شوې مفروضه ده. دا مهال د معاشیاتو ماهرین په جار وائي چې اصل مسئله د وسایلو د کموت نه ده بلکه اصل مسئله په وسایلو د اختیار ده او د وسایلو د منصفانه تقسیم ده. خو د دې باوجود د سرمایه دارانه نظام پنجې ورځ تر ورځه پخېږي او د دروغو مصنوعي پخپله جوړ کړې شوې حالاتو په مېچن یو وړوکې ټولګې یوه لویه طبقه لګیا دے دل کوي.

د غېرمزاحم روئیے پلار او سالار اګر که په عمومي تاریخي حواله حضرت عیسی مسیح علیه السلام ګڼلے کیږي او منلے کيږي خو هم د دغه سطحې برابر حواله باندې دا هم یو منلې روایت تر مونږه رارسي چې د عیسی مسیح علیه السلام نه هم څه څلور پېړۍ وړاندې سقراط نومې یوه ډېره معتبره هستي تېره شوې ده. په سقراط دا الزام وو چې هغه ګمراهي خوروي، د خلقو عقاید خرابوي، باغیان او ګستاخیان راپېدا کوي، د نوي نسل په تربیت کښې د اطاعت او فرمانبردارۍ برعکس آزادي، حریت او د سوال پورته کولو جراءت زېږوي. د ټولنې اقدار بدلوي. تنقیدي شعور له وده ورکوي. د عقل او منطق متنوع مظاهرو ته لارې پرانیزي. د ړوند او بې جا تقلید نه منع کوي. ظاهره ده دا قسمه تعلیمات د اشرافیه، دولت او مقتدره طبقې په ضد خپل آثار ښکاره کوي نو بیا د دې تعلیماتو استاد به څنګه په خپله لاره آزاد روانه پرېښودے شي؟ نو په سقراط هم مقدمه جوړه شوه او عدالت/دربار د هغه جرم دومره سنګین وګرځوو چې د پهانسۍ سزا یې ورته واوروله. د سقراط د علمي تشخص دا حال وو چې د مقتدر طبقې یو معتدبه خلقو سقراط په یو قیمت هم بایلل نه غوښتل. نو د دوي په کوششونو یوه لاره دا راووته چې سقراط ته یې مهلت ورکړو چې ته د خپل کار نه لاس واخله او توبه وباسه نو مونږ به دې ژوند دروبخښو. خو سقراط د علمي دیانت عزیمت وپاللو او د دې نه د لاس اخستو نه په جار منکر شو. بیا هم د دغه خلقو نه یو ټولګي ورته د تختېدو زمینه جوړه کړه چې سقراط ډېر په آسانه پرې خپل ژوند بچ کولے شو خو هغه دا لار هم اختیار نه کړه او د هغه وخت د روایت مطابق یې د زهرو پیالۍ وڅکله

د عیسي مسیح علیه السلام نه ډېرې پېړۍ وړاندې بني اسرایئلو او بیا یهودیانو جنګ یو مقدس عمل او حکم ګڼلو. لکه د کتاب مقدس ایت دے چې خداوند صاحب جنګ هے، اور اس کا نام یهواه هےد دې نه علاوه دوي د خدائ په صفاتي نومونو کښې یو نوم رب الافواجهم وضع کړے دے. جنګ ته یو رومانوي مقام حاصل وو او د اخلاق درجې حال یې دا وو چې فاتح که به هر څومره ظالم وو خو ورته به د اقتدار او حکومت قانوني حق حاصل وو. مسیح علیه السلام چې زېږون او انتقال یې دواړه معجزانه وو او قران مجید او کتاب مقدس پرې دواړه شهادتونه وړاندې کوي. په خپل ژوند کښې د عملي مبارزې دورانیه د درې اناجیلو مطابق محض یو کال او د یو انجیل مطابق درې کاله ده. د زېږون سره سم د هجرتونو او کډوالۍ په غم واوړېدو او بیا د ځوانئ متعلق یې صرف یوه واقعه نیمه کتاب مقدس کښې زکر ده او بس بیا یې د ژوند آخري شپې ورځې، عملي مبارزه او واقعه تصلیب ثبت دي. هم دا وجه ده چې د برټرېنډرسل غوندې فلسفي خپل کتاب کښې حضرت عیسی مسیح علیه السلام یو داسې فکشئس کردار ګرځوي چې هغه یې د تاریخیت قایل نه دے. خو د مذاهبو نړئ کښې آسماني متون او د هغې سره تړلې روایتونه یې د تاریخیت نه انکار نه کوي.

د مسیح علیه السلام د تعلیماتو مرکزیت د هغه په ژوند کښې او بیا په ورپسې درې پېړیو کښې د هغه د دولسو شاګردانو په دورانیه کښې ټول په ټوله غېرمزاحم روئیے او عدم تشدُد ته حاصل وو. په څلور واړه اناجیلو کښې (متي، مرقس، لوقا او یوحنا) کښې صرف دوه آیتونه چې یو د تورې واله آیتباندې مشهور دے او بل د وسلې واله آیتباندې مشهور دے د تشدُد او مسلح جدوجهد یا قتل و قتال باره کښې څه تعلیمات او هدایات ورکوي باقي د دې نه علاوه په تمامي آیتونو کښې او د مسیح علیه السلام په سیرت مطهره کښې تشدُد او قتل و قتال بیخي په نظر نه راځي. په دغه دوه آیتونو کښې تاکیدي اسلوب او تاریخي تسلسل باندې د علماوو بلها بحثونه د پېړو پېړو روایت راروان دے. چې خلاصه یې دوه موقفه دي. یو دا چې دا دوه آیتونه ضمني دي، اشاراتي دي او دا یو قسمه د راروان حالاتو نه د خبردارئ پېشن ګوئي ده. د دې موقف پلویان دلته د تورې او وسلې نه حقیقي معنې په ځائې مجازي معنې غوره او وړې ګرځوي. او د سیرتِ مسیح په مجموعي تعلیماتو زیات دارومدار لري. بل موقف د دې آیتونو نه د استدلال په ضمن کښې دا دے چې دلته د شریعتِ موسوي د تنفیذ خبره ده نو ځکه دلته به د جنګ قوانین هم هغه وي کوم چې د موسی علیه السلام په شریعت کښې وو. او بل د سیرت په مجموي کردار کښې د عدم تشدُد او غېرمزاحم رویئے استدلال ته دوي دا جواب وائي چې د مسیح علیه السلام د مبارزې خو ټول عمر یو کال یا درې کاله وو نو دومره عمر کښې ظاهره ده وسله والې مبارزې ته زمینه نه جوړیږي. وړاندې د دې نه چې مسیح علیه السلام وسله واله مبارزه پېل کړې وې د تصلیب واقعه پکښې راپېښه شوه

د مسیح علیه السلام د واقعه تصلیب نه بعد تر درې پېړیو پورې غېرمزاحم رویه د مسیحیت مرکزیت وو او دوي ځان ته د شخصي دفاع او د ژوند ژغورلو حق هم نه ورکولو. دوي دا قسمه آیتونه چې… که څوک دې په ښي مخ ووهي نو ګس هم ورته وړاندې کوه… او دا ټیک ده چې د غاښ بدل غاښ، او د غوږ بدل غوږ او د سترګې بدل سترګه وو خو زه تاسو ته وایم چې د شریر مقابله د سره مه کوئ… د خپل دین بنیاد او آساس ګڼلو. کله چې د څلورمې عیسوي پېړۍ د پېل لسیزو کښې رومن امپراتوري د مسیحیت د قبلولو پالیسي اختیار کړي او بیا ډېره لږه موده پس د نړۍ دا تاریخي او قدیم سلطنت مسیحیت د یو سرکاري مذهب په طور اعلان کړي نو دلته نه بیا په مسیحي تعلیماتو کښې د یو بدلون پېل وشي. د څلورمې پېړۍ سېنټ اګسټین د عدم تشدُد په ځائې اوس د منصفانه جنګتصور وړاندې کړو چې د دې آساس د مذهبي ماخذونو نه زیات په نوافلاطوني فلسفه، رومن اخلاقي اقدارو او په سیاسی سماجي ضرورتونو باندې اډاڼه وو. د دې نه پس په مسیحیت کښې د شخصي دفاع لپاره د مخصوص شرایطو سره تشدُد جایز وبللے شو. د دې تصور مقصد کوم جنګي اقدام نه وو بلکه دا د جنګ نه د ژغورنې لپاره د ایمرجنسي صورتحال قابو کولو یوه هڅه وه چې ورپکښې انساني عظمت ته مرکزیت حاصل وو. دې تصور ته د دولتي سهارې او اشرافیه د تایید له وجې بې تحاشا مقبولیت ملاو شو عن تر دې چې دا مقبولیت په څو پېړئ بعد په یوه بله انتها ودرېدو. او جنګ ته یو ځل بیا د تقدس جامه ورواغوستې شوه. پروفېسر کېنر ارګن د ترکي په یوه علمي مسلمانه کورنۍ کښې پېدا شو او ترشلو کلونو یې اسلامي علوم حاصل کړل ورستو بیا دې سړي خپل دین تبدیل کړو او عیسائي شو عیساییت یې په خپله خوښه او د خپل تحقیق نه بعد قبول کړو. په صلیبي جنګونو یې د ماسټرۍ تهیسز ولیکلو او بیا ورستو یې هم په صلیبي جنګونو د پې ایچ ډي دګړي واخیسته او نٙن سبا د امریکا د ورجینیا په ایالت کښې د لبرټي پوهنتون کښې د تهیولوجیکل سمنري پریزیډنټ دے. دې په خپل مشهور و معروف کتاب کرسچئین جهادکښې لیکي چې دا پوپ اربن۲ وو چې د منصفانه جنګ د تصور نه یو قدم وړاندې لاړو او د مقدس جنګ تصور یې رامنځ ته کړو. پروفېسر ډاکټر کېنر ارګن د منصفانه جنګ پلوي دے او په جار وائي چې د عراق جنګ نه صرف منصفانه جنګ وو بلکه د دې اخلاقی او منطقي جوازونه رسا وو. خو د صلیبي او مقدس جنګونو خلاف دے او خپله یوه مشهوره انتړویو کښې چې په انټرنټ دستیابه ده د پوپ اربن۲ د کونسل آف کلرمنټ د ۲۷نومبر۱۰۹۵ز هغه خطبه کومی کښې چې د جنګ د تقدس اعلان کیږي هغه د القاعده د بن لادن مشهورې فتوی سره مقایسه کوي په کوم کښې چې د عالم کفر سره د جنګ او د هغوي د اموالو د ضبط احکامات جاري کړې شوې وو

د دیارلسمې پېړئ سېنټ تهامس اکیویناس هغه سړے وو چې د منصفانه جنګ نظریه یې بیا راژوندۍ کړه او دې ته یې د سیاسی سماجی قانونی او بېن الاقوامی علومو په رڼا کښې منطقی بنیادونه ورکړل او دا تصور یې یو قسمه داسې تهیورائز کړو چې د نَن دور بېشتر شعبه جات علوم یې هم محتاجه دي. خو د دې نه بعد هم د اوولسمې پېړۍ د ا نګلېنډ، سکاټ لېنډ او ائرلېنډ یو مشهور سپه سالار الیور کرومول (۱۵۹۹-۱۶۵۸ز) نه صرف په فکري توګه بلکه په عملی توګه د اجتماعي نسل کشۍ نه صرف قایل وو بلکه د خپلو مخالفینو نسل کشي یې په مذهبي آساس جائز ګڼله

د مسیح علیه السلام سیرت او د مسیحیت اولنۍ درې پېړۍ د دې خبرې ګواه دي چې د عدم تشدُد او غېرمزاحم رویئے په آساس د سلطنت روما غوندې امپراتوري فتح کېدے شي او دوي فتح هم کړه. خو چې کله د دې تعلیماتو نه روګرداني پېل شوه نو بیا حالاتو نور نور صورتونه خپل کړل. نَن چې زه کله کله په پښتنه خاوره د یو طویل ناتار په تاریخ نظر زغلوم او د وسله والې مبارزې او د عدم تشدُد تقابل کووم نو په فکري، سیاسي، تهذیبي او واقعاتي حوالو راته د عدم تشدُد ورکړې څرګنده ښکاري خو نه پوهېږم چې نوې کهول بیا هم د دې مصنوعي او خارجي استعماري ګهتکې چې عدم تشدُد مونږ له څه راکړل؟ نه ولې کله کله متاثره شي؟ دوي دې د وسله والې مبارزې ورکړې راڅرګندې کړي؟؟ او بل چې دا چغې د باچاخان وهي او بیا دهمکیانې یا ارادې د وسله والې مبارزې ښکاره کوي د بدل او انتقام یادونې کوي یا د عدم تشدُد په حقله د کومې مایوسئ ښکار وي باید د تاریخ په پاڼو کښې د مخکښې نه خپل انجام وګوري

 

Share This